د امریکا او چین سوداګریزه جګړه پانګوال ځپل سوي

د امریکا او چین سوداګریزه جګړه پانګوال ځپل سوي

د اسیا د ونډو بازارونه وروسته له هغې راولوېدل چې د امریکا او د چین په سوداګریزه جګړه کې وروستیو بدلونونو پانګه وال لا وځپل.
د امریکا او چین په په سوداګریزیه جګړه کې وروستي بدلونه اندېښمنوونکي وو چې په عملي کولو سره یې د ونډونو بازار را ولویده او پانګوال یې سخت زیانمن کړل
ټرمپ په وروستي اقدام د چینایي وارداتو په اړه پر چین تعرفه پنځه سلنه لوړه کړه او له امریکايي کارخونو یې غوښتي چې له چینه ووځي.
دا له هغې وروسته راپورته سوه کله چې بیجینګ وویل چې دوی به چین ته د متحده ایالاتو پر وارداتو تعرفې ډېرې کړي.
د چین د هانکانګ د هنګ سنګ د ونډو ارزښت درې عشاریه دوه سلنه راولوېد، په داسې حال کې چې د شانګهای د ونډو کچه یو عشاریه درې سلنې ته راټیټ سو.
تراویه لاهم پانګوال اندېښمن دي او داسې داسې ویره موجوده ده چې ترڅو پوري به دا جګړه دوام ولري




t