فهیم هاشمی: هیڅ راز ننګونې به د سلام مخابراتي شبکې د فعالیتونو مخه ډب نکړي

فهیم هاشمی: هیڅ راز ننګونې به د سلام مخابراتي شبکې د فعالیتونو مخه ډب نکړي

د مخابراتو سرپرست وزير محمد فهیم هاشمي وايي، په مخابراتو وزارت کې د اغېزمنې پایلې د نشتوالې له امله شاوخوا ۲۱ قراردادونو له لغوه کېدو څخه ۴۱ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالر سپما شوې ده.
فهیم هاشمی وايي: (هیڅ راز ننګونې به د سلام مخابراتي شبکې د فعالیتونو مخه ډب نکړي، دغه شبکه به د پخوا په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.)
بلخوا وسلوالو طالبانو د سلام مخابراتي شرکت پر فعاليتونو بنديز ولګاوه،
او د دې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد په یوه لیکلي پیغام کې ګواښ کړی که له چا سره سلام سیمکارت ولیدل شي سزا به ورکړي.



افغانستان خبرونه سلام مخابراتي شرکت
t