فضا کې لومړنی بشري جرم او څېړل يې؟

فضا کې لومړنی بشري جرم او څېړل يې؟

دا د خپل ډول يوه نوې خبره ده چې فضا کې يو کس مجرم و پيژندل سي.
پر امریکايي فضانوردې انه مک کلین د خپلې پخوانۍ میرمنې تور لګیدلی چې د فضا د ماموریت پرمهال یې د هغې شخصي معلومات غلا کړي دي.
ښايي په دې غلا يې د هغې شخصي بانکي حساب ته لاره موندلې وي
دې فضاکې شپږ مياشتې ماموريت تر سره کړ خو اوس يي ناسا د کړي جرم لټه کې ده
د امریکا فضايي اداره یا ناسا اوس د یوه داسې جرم پلټنه کوي چې ښايي د بشریت په تاریخ کې په فضا کې لومړنی انساني جرم وي چي تحقيقات يې کيږي.
انه مک کلین د امریکا د هوايي ځواکونو د تجربه لرونکو پیلوټانو له ډلې څخه ده چې په پایله کې یې هغه په ۲۰۱۳م کال کې د ناسا له لوري د فضا د یوه ماموریت له پاره وټاکل سوه.




t