له واده څخه ۵ دقیقې وروسته د زوم او ناوي تریخ مرګ

له واده څخه ۵ دقیقې وروسته د زوم او ناوي تریخ مرګ

په ژوند تر ټولو بهترینه پیښه او خوښي زموږ او ستاسو واده له هغه چا سره چې خوښ موده، ځکه چې هغه سره مینه لرو او پر ټولو عادتو یو له بل سر خبر یو او د هغه علاقمند یو.
اما د یوې امریکايي جوړې ۱۹ کلن هارلي مورګان، او ۲۰ کلنې ریانون بودریائوکس لپاره دا خوښي فقط څو دقیقې وه، کله چې د واده له مراسمو دا جوړه په موټر کې سپریږي نو د شا له خوايي کورنۍ هم تعقیبوي

شرایط چې څنګه جوړ سوي وه داسې وړاندې ولانه ړل، هغوی چې په یوه پنچ لاینه موټر کې د حرکت په حال کې یو لوی موټر چې په هغه پسي ټکتر وصل وو د شا له خوا ددې جوړې موټر کې وهل کیږي او په نتیجه کې يې د هغوی موټر له کنټروله وزي او د لويي لارې په څنده کې په داسې حال کې چپه کیږي چې د هارلي خور او مور د شا له خوا په دوی پسې ول.
د هارلي مور له KFDM سره په خبرو کې وویل ما د خپل کوچني مرګ په خپلو سترګو ولیدی، هغې وویل ما ډیري هلې ځلې وکړې ترڅو زوی مې له موټره را وباسم خو ونه توانیدم دا صحنه به زما په ژوند کې همداسې انځور او باقي پاتي وي او هغه به هیڅ وخت هیره نکړم
ویل کیږي دا جوړه وړاندې له دې چې یو له بل سره واده وکړي یو د بل عاشقان ول خو له بده مرغه له واده پنځه دقیقې وروسته يې ژوند له لاسه ورکړ، د هغه موټر موټرچلوونکی نیول سوی او پولیسو ویلي چې پوښتنې به ترې وکړي




t