د عالیې شخصي او هنري ژوند!

د عالیې شخصي او هنري ژوند!

د بالیووډ د ښکلې سېنمايي ستورې عالیه بهت په اړه څومره ملومات لري؟. موږ دلته درته د عاليې د شخصي ژوند او فلمي هنر په اړه معلومات چمتو کړي دي.

۲۶ کلني عالیه بهټ خپل فلمي هنر په ۲۰۱۴م کال کي د بالیووډ د نوموني فلمي دایریکټر کرن جوهر سره په (Highway) فلم کي شروع کړ، چي ټول يي حیران کړل. د نوموړي اخیرنۍ فلم (Gully Boy ) د بالیووډ د نوموتي ستورې ورون دهون سره و.

د عالیې شخصي ژوند او فلمي هنر:

عالیه بهټ په ۱۹۹۳ د مارچ د میاشتي پر ۱۵ نیټه زیږیدلې ده. پلار یي مهیش بهټ د فلم جوړونکي دي او مور يي سوني رزدان د فلم ستورې ده. نوموړې یوه ناسکه خور او یو ناسکه ورور لري. عمران هاشمي د عالیې اکا د بالیووډ نامتو ستورې دي او دوه اکاګان  موکیش بهټ اوموحیت سوری د بالیووډ تکړه ډایرکټران دي.

عالیه له خپل کورنۍ سره

همداراز عالیه په ۲۰۱۱ م کال کي د ممبي جمنابی عالي لیسي څخه فارغه سوې ده. عالیې په ۱۹۹۹ م کال کي د پریټي زینټا د کوچنوالي په رول کي هم راښکاره سوي وه.

یادي سېنمايي ستورې د خپل مسلک په اړه ویلي دي:(( زه لا وړه وم چي په فلمونو کي د کار فیصله مي وکړه. زه په دي نه پوهیدم چي د مکتب د خلاصیدو وروسته به ژر دا کار وسي او کنه؟.))

نوموړي زیاته کړې:(( ما ځکه لوموړي په خپل کورنۍ پروډکشن کي یعني له پلار سره کار ونه کړ، ځکه چي دا زما لپاره یو ډېراسانه اپشن و .))

( Highway، ۲ States، Humpty Sharma Ki Dulhania،Udta Punjab ) د نوموړې هغه مشهور فلمونه دي چي د هغې په بالیووډ کي غوره فلمي ستورې جوړه کړه. عاليې د خپل (Highway) فلم او(Humpty Sharma Ki Dulhania) فلم لپاره دوي سندرې هم ثبت کړي دي.

د بالیووډ مینوال اومبسرین هغه د بالیووډ د ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې کرینا کپور سره تشبیه کوي او وايي هغه د بالیووډ دویمه کرینا کپور ده.

عالیه او د هغې عاشق رنبیر کپور

همدارازعالیې د ۲۰۱۹ م کال غوره او پیاوړه ښځه هم بلل سوې ده او هم يي د ډېرو نورو جایزو تر څنک د فلم فیر د غوره فلمي ستورې جایزه هم تر لاسه کړې ده.

پاته دي نه وي، عالیه په ماشومتوب کي د بالیووډ پر نوموتي ستوری شاهد کپور زړه بایللي و، خو وروسته د بالیووډ د بل ښکلې ستوری رنبیر کپور سره ملاقات وسو او اوس دواړه یو د بل سره مینه لري او کیدای سي په لنډ وخت کي واده وکړي.

عالیه د فلمي صنعت تر څنک د کالو ډيزاینره هم ده او د کا کولا د برینډ سفیره هم ده.

 



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t