ایران فضا د یوه توغندي استولو تابیا کې

ایران فضا د یوه توغندي استولو تابیا کې

ایران هم خبر ورکړی وو چې دوی ښايي تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پوري یو شمېر سټلایټونه فضا ته واستوي خو اوس مالومه سوې چې دا کار پیل سوی دی
راپورونه وايي ایران ښايي فضا ته د یو توغندي د استولو په مقصد د درېیمې هڅې لپاره تیاری نیسي.
امریکا کې خپریدونکي ان في ار راډیو د پلانټ په نوم یوې سوداګریزي کمپنۍ څخه د ترلاسویو سټلایټ انځورونو پر مټ دا خبر خپور کړی
په یوه تصویر کې چې د اګسټ په ۲۴مه نېټه اخیستل شوی لیدل کېږي چې د امام خمیني په فضايي مرکز کې د راکټونو د توغولو ځانګړي لانچر ته ابي رنګ ورکړل شوی، تیر ځل یو هڅه کې ایران ناکامه سوی وو او پر لانچر باندې لاهم هغه نښې ښکاریدلې
د «NPR» د راپور له مخې په یو بل تصویر کې هغې ودانۍ ته چې ایران خپل توغندي په‌کې مونتاژ کوي نږدې د موټرو تګ راتګ لیدل کېږي.




t