حسن روحاني: امریکا پر دوی اقتصادي ترهګري پيل کړې

حسن روحاني: امریکا پر دوی اقتصادي ترهګري پيل کړې

د ایران ولسمشر حسن روحاني په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا د دوی پر هېواد او خلکو بندیزونه لګولي چې دا اقتصادي ترهګري ده.
هغه ویلي ددوی په چلند کې هر ډول تغیر د امریکا له توبې پيلېږي همداشان يې ویلي په وضعه سویو بندیزونو سره امریکا له دوی سره اقتصادي ترهګري پیل کړې.
روحاني ویلي امریکا ته په کار ده چې تر هر څه وړاندې بندیزونه لرې کړي او بیا له ایران سره خبرو ته کښېني.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه د فرانسې د ولسمشر د هغه وړاندیز هر کلی کړی چې نوموړی باید له حسن روحاني سره وویني.
کله چې ټرمپ هرکلی کړی خو روحاني ویلي موږ د امریکا بندیزونه نه هیروو دوی دي لومړی بندیزونه لیري کړي او بیا دي خبرو ته کښيني.
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلې اړیکي یوه موده دې کچې ته ورسیدې چې خلکو فکر کاوه چې دواړه هېوادونه به یوې اوږدې جګړې ته سره ورسیږي




t