په ازبکستان کې د ږیرې پر ضد کمپاین پر خواله رسنیو پراخ انتقادونه راپورته کړي دي.

په ازبکستان کې د ږیرې پر ضد کمپاین پر خواله رسنیو پراخ انتقادونه راپورته کړي دي.

ويل کيږي د تاشکند يوه مارکيټ کې هغه کسان دولت و نيول چې لويي ږيري يې درلودې او بيا وروسته يې دا ژيري په زور سره په و خريلي.
له دې پيښي وروسته امنیتي چارواکي د خلکو له مقاومت سره مخامخ سول
پر پولیسو یو له برید کوونکو چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل سي، وویل چې دی هم له هغو لسګونه کسانو څخه وو چې پولیسو د اګسټ پر ۲۳مه ونیول او په زوره د ږیرې خرېیلو لپاره د پولیس مرکز ته وړل شوی وو.
له هغه راهیسې چې شوکت میرضیایف په ۲۰۱۶ کال کې د ازبکستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، نوموړي په دې هېواد کې د مذهبي ازادیو د محدودیتونو د راکمولو لپاره لږ اقدامات کړي دي.
په دغه هېواد کې د ۱۹۹۸ کال د یوه قانون له مخې په عامه ځایونو کې د مذهبي کالیو اغوستل منع شول، خو ځیني مذهبي کسان ترې مستثنی دي.




t