ولسمشر صدام حسين

ولسمشر صدام حسين

ژباړله: محمود زمریالی

 لومړئ ځل دئ چي رازونه ښکاره سول!
هغه څه چي د صدام حسین ساتونکو دصدام حسین سره د قيد په وخت کي څه وکړل په راښکاره سؤل!
کوم څه چي صدام حسین دوی ته ويلي وه او کوم څه چي هغوی ولسمشر. صدام حسين ته ويلي وه را برسيره سؤل.

يو امريکايي ضابط چي (ويل باردنويربر) نوميدئ، خپل په يو کتاب کي په ډاګه کړل، چي د صدام حسين سره د قيد په وخت کي څه پېښ سؤل؟
د عراق پخوانی ولسمشر صدام حسین او أمریکایي ساتونکو، کوم چي دصدام حسین حفاظت به یې کاوه په محبس کي دننه وروسته تر تر يو څه قيد د۲۰۰۶ کال د ډيسمبر مياشتي په ۳۰ نيټه د لوی اختر په لومړۍ ورځ اعدام کړئ د محکمې د امر پر بناء اعدام کړئ.
هغه قطعه چي په محبس کي يې د قيد پر وخت د ولسمشر صدام حسين محافظت کوئ ۵۱۵ خاصه أمریکایي قطعه نوميده.
دې ډلي په ځان د سوپر ۱۲ ګروپ نوم کښيښودئ.
په دې وخت کي أمریکا ډېره حریصه وه.
امريکا غوښتل چي د ولسمشر صدام حسين سالم او ژوندی وساتي تر څو د هر څه حساب ورسره وکړي.
دا قطعه مسؤله وه تر څو صدام حسین دمحبس څخه مُحکمې ته بوزي او د محکمې څخه يې بيرته محبس يا حفاظت ځای ته بوځي.
که څه هم دي قطعې ته دا تمرين نه وو ورکړل سوئ چي د يو ولسمشر سره بايد څنګه سلوک او چلند وسي؟
د وخت په تېرېدو سره د ولسمشر صدام حسين او سوپر ۱۲ ګروپ د ځينو غړو تر مينځ د ملګرتيا اړيکه پيداسوه.
ولسمشر صدام حسين به د دوی سره خپل د ولسمشرۍ کيسې کولې، ولسمشر صدام حسين به د دوی څخه پوښتني کولې او د دوی د ژوند او کورنۍ په اړه به يې د دوی څخه احوال پوښتل.
حتا چي په دوی کي يې د يوه غړي د ميرمني لپاره لنډۍ جوړه کړل.
(ويل باردنويربر) په خپل ليکلي کتاب کي وائې: صدام حسین به هره ورځ خپل د اطاق څخه بهر پر يوه چوکۍ کښېنستئ، ډېر ښه خوند به یې ورکاوۀ پر مېز به یې دعراق بېرغ درولئ وو.
د بېرغ تر توان لاندي به یې لیکني کولې.او د (کوبي)په نوم يو نوعه سګرېټ به یې څکوئ.
په دغه وخت کي به یې دساتونکو سره مسخرې هم کولې او دغه به یې ورته ویل چي زه سپورټ کوم او خپل دمحبس څخه داسي لوړ غورځم لکه هوسۍ، د دوئ سره به يې د دوی پر ټوکو خندل، راډیو به یې اورېدل او دامریکایي سندرغاړې (ماري بليج)غزلي به یې ځيني وخت پکښې اورېدې.صدام حسین به دوی ته خپل دژوند کیسې او خاطري وئلې او هم به يې خپل د زوی کیسې ورته کولې. د دوئ ډېره ښه ملګرتيا روانه وه، دوی وائې کله چي صدام حسین مُحکمې ته تللئ ددغه لپاره نه تلئ، چي دځان دفاع وکړي بلکې هدف ئې دا وو چي کوم څه ولسمشر صدام حسين ترشا پریښي دي عراقيان هغه وویني او دغه معلومه کړي چي د عراق ولسمشر د عراق لپاره څه وکړل؟ او د عراق راتلونکی ولسمشر به څوک وي؟
ولسمشر صدام حسين غوښتل تر څو عراقيان د خوب څخه راوپاڅوي او کوم څه چي صدام حسين د عراق لپاره کړي، عراقيان په پوه کړي.
ولسمشر صدام حسين په ځان پوهيدئ چي ماته د اعدام سزاء راکوي، لاکن ولسمشر صدام حسين تل په خوله خندا راوستل او مخاطب ته يې ځان داسي ښکاره کوئ لکه ازاد او خوشحاله.
ولسمشر صدام حسين به تل خ خپلو محافظین ته ځان داسي ښکاره کوئ لکه خوشحاله چي وي، او هغوی ته به يې دا احساس ورکوئ لکه ولسمشر صدام حسين چي د دوی نيکه وي.
(ويل باردنويربر) په خپل کتاب کي ليکي: ترټولو سخته هغه شيبه وه چي زموږ ورور غوندي ملګرئ زموږ څخه په مرګ رخصت اخيستئ او راڅخه تللئ.د ټولو سره يې د غيږي روغبړ او خدای په اماني وکړل.
د ولسمشر صدام حسين ملګرو د اعدام صحنه ونه ليدل ځکه نسوائ يې کولائ چي خپل ملګری د اعدام په رسۍ کي وويني، د ده ساتونکو يواځي ده ده سايه وليدل.
ولسمشر صدام حسين څخه د اعدام کېدو وروسته، سر د تن څخه جلا سو.دا ورځ د ۲۰۰۶ ميلادي کال د سپټمبر د مياشتي ۳۰ نيټه وه.
چي داختر په لومړۍ ورځ دمُحکمې دحُکم پر اساس اعدام سو
د اعدام کېدو څخه څلور ورځي مخکې ولسمشر صدام حسين خپلي لور (رغد صدام حسين) ته يو ليک واستوئ چي پکښې راغلي وه:(أيها الشعب الوفي الكريم، أستودعكم ونفسي عند الرب الرحيم الذي لا تضيع عنده وديعة ولا يخيب ظن مؤمن صادق أمين.. الله أكبر)
يو څه وخت وروسته یې لور دغه لیکنه چي د( ولس سره د خدای په امانۍ )پر بناء ليکل سوې وه، پر ټولنيزه شبکه (ټویټر) باندې نشر کړئ.

د ولسمشر صدام حسين يو ساتونکی داسي وائي:
که چيري د عراق ولس ولسمشر صدام حسين د محبس څخه خلاص کړئ وائ نو زه سل فيصده مطمئن وم چي ولسمشر صدام حسين به په موږ هيڅ هم نه وائ کړي، موږ په ولسمشر صدام حسين باور درلود او هغه هم په موږ باور درلود.
موږ ډيري ښه شيبې يو د بل سره تيري کړي وې.
هغه په خپلو خبرو کي وائي چي ولسمشر صدام حسين يو غيرتمند او په سياست پوه انسان وو.
آدم روجرسون چي د سوپر ۱۲ ګروپ تر ټولو ځوان ساتونکی وو، چي په هغه وخت کي يې عمر ۲۲ کلنو ته رسيدئ، په خپلو خبرو کي وائي: تر ټولو دردوونکې شپه او لحظه زما په ژوند کي هغه وه، چي ولسمشر صدام حسين زموږ څخه رخصت اخيستلئ.ولسمشر صدام حسين موږ ته وويل تاسو ټوله زما ډېر ښه ملګري ياست.
په دې حال کي اکثره ساتونکو وژړل، ولسمشر صدام حسين هم ډېر خپه او زهير وو.
موږ تر دې حده په ولسمشر صدام حسين پسې خپه سولو، چي نږدې وو زما سر مات سوئ وائ، ځکه په هيڅ څه نه پوهېدم د يو ګاز د ډبې سره ټکر سؤم.
آدم روجرسون په خپلو خبرو کي زياتوي: کله چي يې ولسمشر صدام حسین داعدام کېدو ځای ته يوړئ، د هغه ځای څخه مو دقران شریف آواز په لوړ ږغ واوريدئ، وروسته مو يو داسي آواز واوريدئ چي يو شی پر مځکه ولويدئ.
وروسته مي ولسمشر صدام حسين په داسي حالت کي وليدئ چي پر اوږو يې راخيستئ وو، او يو خواته يې وغورځاوئ. آدام روجرسون وائي:موږ خپلي وظيفې ته صادقه وو، ځکه زموږ وظيفه د ولسمشر صدام حسين محافظت کؤل وه، کله چي موږ نورو ته وسپارئ زموږ وظيفه ختمه سؤل. موږ سوپر ۱۲ ګروپ ډېر خوابدي او زهیر سولو. زموږ د ګروپ ټولو غړو ولسمشر صدام حسين ته احترام درلود.
آدم روجرسون په خپلو خبرو کي زياتوي، زه د۲۲ کالو وم ډېر کشر وم خو په مُحکمه کي چي کوم څه د ولسمشر دصدام حسین سره وسؤل، ظلم وسو.
کله کله هغه شپې ورځي را ياد کړم، نو په اول ځل کي خوږې وي لاکن په پای کي ترخې سي. کله کله مي د سترګو څخه اوښکي هم راسي.



ليکني او ژباړي
t