د ننګرهارپوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځی رئيس ووژل سو

د ننګرهارپوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځی رئيس ووژل سو
په ننګرهار کي د چاودني له امله د دغه ولایت د پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی رئيس وژل سوی دئ.
د ننګرهار د والي ویاند عطااله خوګیاڼی وايي چې دغه چاودنه د ننګرهار ښار د اوومي امنیتي حوزي په اړوند سیمه کې پر یو موټر شوې ده.
 
نوموړی وايي دغه چاودنه د ننګرهار پوهنتون د ژبي او ادبیاتو پوهنځي د رییس مسعود نیک بخت پر موټر شوې ،چې له امله يې نوموړی وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
 
مسعود نیک بخت د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس او د پخواني جهادي قوماندان مولوي خالص وراره و.



t