پر پي ټی ام فشارونه ډير سوي

پر پي ټی ام فشارونه ډير سوي

ويل کيږي پاکستاني دولت پر پي ټي ام فشارونه زيات کړي او هغوی په سمه نه پريږدي.
پاکستاني حکومت پر منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ فشارونه ډېر کړي دي. د راپورونو له مخې تازه د منظور پښتون پر ضد پاکستاني حکومت ته د خیانت په تور عریضې سوې دي.
پاکستان په وروستي اقدام کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زيات شمير مخکښ غړي په بيلابيلو تورونو زندانونو ته اچولي دي، چې د منظور په ګډون ډيری شمېر د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو يي د خلاصون غوښتنه کړې
ثنا اعجاز چې د پي ټي ام ښځينه فعاله غړې ده ويلي پاکستاني دولت د منظور پر ضد تر اوسه ۳۰ بيلابيلي قضيې راپورته کړې دي
د نوموړې په خبره ددې تر څنګ ددغه غورځنګ لسګونه فعال او مبارز غړي د پاکستان په بېلو زندانونو کې بندیان دي.
پاکستان هلته د ميشتو ميليونونو پښتنو هيڅ اواز نه اوري هغوی وايي دوی ته دي دولت د ژوند لومړنۍ اسانتياوې ورکړی




t