پکتیکا کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي

پکتیکا کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي

په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه کلیدي غړي په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ پولیس د پکتیکا – پکتیا لویې لارې ترمنځ د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې له طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي غړي “موسی” په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي او یو بل يې ژوندی نیول شوی دی.

سرچینه وایي، ددې عملیاتو پرمهال د طالبانو پنځه عرادې موټرسایکلونه، یو میل پیکا، پنځه میله کلاشینکوفونه او ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

په دغه نښته کې د یوه ملي پولیس د ټپي کیدو هم ویل شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

 



خبرونه طالبان مرګ ژوبله پکتیکا
t