د فلم ډایریکټر د سلمان خان د (In-shaa-Allah) فلم شوټینګ وځنډاوه

د فلم ډایریکټر د سلمان خان د (In-shaa-Allah) فلم شوټینګ وځنډاوه

د سلمان خان د جوړیدونکی (In-shaa-Allah) فلم جوړونکیسنجی لیلا بهانسالی په دي ورستیو کي یوه داسي فیصله کړي ده، چي د سلمان خان او عالیه بهټ (In-shaa-Allah) فلم چي تمه کیده، په دې دوو ورځو کي به يي د شوټینګ چاري پیل سوي وای ځنډولي دي.

خپله د فلم جوړونکی تر اوسه د یاد فلم د ځنډ په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي، اما هغه ته نږدي سرچنیو رسنیو ته ویلي دي، د فلم جوړونکی د نظر اختلاف د سلمان خان د اصلي رول په اړه د فلم د ځنډ لامل سو. سرچنی وایی، د فلم جوړونکی فکر کوي سلمان خان د فلم د اصلی رول سره متفاوت دي.

همداراز د فلم جوړونکی ته نږدي سرچینو رسنیو ته ویلي دي:((سنجی لیلا بهانسالی خپل ټولو سېنمايي ستورو ته ډېر زیات احترام لري او پیشنهادونو ته يي ښه راغلاست وايي. که هغوي د فلم کیسه بدلوي، نو داسي به نه وي. نو ځکه هغه تصمیم ونیوه، چي فلم وځنډوي. هغوي اوس هم ښه ملګري دي او یوبل ته احترام لري.))

د سلمان خان د انشاالله فلم جوړونکی سنجی لیلا بهنسالی د یاد فلم جوړیده وځن‌‌‌‌‌‌ډاوه.

پاته دي نه وي، چي کله سلمان خان په ۲۰۲۰ م کال کي د خپل (In-shaa-Allah) فلم د نه خپریدو خبر ورکړ، د سنجی لیلا بهانسالی (Production) په خپل ټویټر اکونټ کي د یاد خبرد تایید ترڅنګ لیکلي دي چي د اوس لپاره پر یاده پروژه کار نه کوي.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t