ننګرهار: بوشکه يي او چسپکي ماینونه او یو شمیر نور مهمات نیول شوي

ننګرهار: بوشکه يي او چسپکي ماینونه او یو شمیر نور مهمات نیول شوي

په ننګرهار ولایت کې پولیسو د ۷ چسپکي ماینونو، ځانمرګو بریدونو لپاره کاروونکي او بوشکه یي ماینونو او یو شمیر نورو مهماتو په نیولو سره د لسګونه کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړ.

ددغه ولایت د رسنیو دفتر وايي، په سره رود ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو له لورې په یوه سیمه کې ۷ چسپکي ماینونه، د ځآنمرګو بریدونو لپاره کارونکي او بوشکه یي بمونه، د ۸۲ ملي متري توپ او هاوان مرمۍ او یو شمیر نورو مهماتو په تر لاسه کولو سره د لسګونو بې ګناه وګړو د مرګ ژوبلې اوښتو مخنیوی وکړ.

یاد دفتر وايي، تروریستانو تر دې وړاندې د ملکي وګړو په موټرو پسې د چسپکي ماینونو په نښلولو او ځای پر ځای کولو، بوشکو کې د چاودیدونکو توکو پګه چاودنو او نورو وران کارو کړنو سره سلګونه بې ګناه وګړي شهیدان او ټپیان کړي .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د امنیتي ځواکونو دا کړنې ستایلي دي.

ده ویلي ځواکونو د یادو شیانو په نیولو سره یې د انسان وژونکو د ناوړه کړنو مخه ونیوله .



افغانستان خبرونه عملیات ماینونه ننګرهار
t