ګوتریش: ملګري ملتونه د کشمیر وضعیت له نژدې څاري

ګوتریش: ملګري ملتونه د کشمیر وضعیت له نژدې څاري

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو کوتریش له پاکستان او هند څخه غوښتنه کړې چې خپل منځي ناندرۍ دي راکمې او خپل منځي حل لاره دي ورته پیدا کړي.
ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ملګري ملتونه د جمو او کشمیر وضعیت له نږدې څاري.
نوموړي له دواړو هېوادونو جدي غوښتنه کړې چې په سیمه کې دي د خلکو ژوند له ګواښ سره نه مخ کوي او څومره چې ژر ده باید په خپلو منځونو کې ناندریو ته د پاي ټکی کښېږدي.
د ملګرو ملتونو دې چارواکي ویلي په یوازي توګه هم غواړي ددې موضوع په هکله له هند او پاکستان سره ځانګړې خبرې وکړي




t