د برازیل ولسمشر له مکرون څخه د بخښنې غوښتنه کړې

د برازیل ولسمشر له مکرون څخه د بخښنې غوښتنه کړې

بولسنازو ویلي چې د فرانسې ولسمشر ورته د درواغجن القاب کار ولی ځکه نو مخکې له دې چې نور کارونه ترسره سي باید مکرون له ده څخه بخښنه و غواړي.
بولسنارو مخکې له دې چې د امازون په ځنګلونو کې د لګېدلو اورونو د وژنې لپاره د اوو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې له‌خوا د ۲۲ میلیونه ډالرو مرستې په منلو غور وکړي ویلي “لومړی دې مکرون ماته کړی سپکاوی بېرته واخلي”.
هغه زیاته کړې په څو ځایونو کې مکرون له دې امله چې امازون کې زرګونه ځایه اور لګیدلی په خپلو څرګندونو کې یې د برازیل ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستلی
وروسته له هغې چې د فرانسې ولسمشر په امازون ځنګلونو کې د لګېدلي اورونو په وړاندې د برازیل پر غبرګون نیوکې وکړې، مکرون او بولسونارو پر یو بل شخصي لفظي بریدونه کړي.
تراوسه پوري د امازون ځنګلونو د لويي اورلیګدنې په هکله هیڅ نړیوال تصمیم نه دی نیول سوی او هره ورځ دا شنه ځنګلونه لاهم د اور خوراک کیږي




t