يوه غله له بل غله څخه غلا وکړه!

يوه غله له بل غله څخه غلا وکړه!

عزت الله ذکي

د ټايمز ناو د خبر له مخي، د آمريکا پلازمېنه واشنګټن کي د يوه کس موټر  هغه وخت غلا شو، چي ده يوه ځايي پلورنځی لوټله.

وايي، مه کوه په چا، چي وبه شي په تا! ښکاري چي دغه کس تر ډېره خپله اقرار کړی او ويلي يې دي، چي ما د ډېر تلوار په وجه د موټر کيلۍ د شا په سيټ کي پرېښودې او د سټور په لوټلو بوخت شوم، کله چي راووتم، نو موټر مي نه و.

پوليسو هم ويلي، دغه کس يې وروسته ترهغه پېژندلی، چي کله يې د موټر ورکېدو په آړه شکايت وکړ.



امريکا سيمه او نړۍ هر اړخيز او معلوماتي
t