ولسمشر غني د انټرپول پولیسو سکرتر جنرال سره وکتل

ولسمشر غني د انټرپول پولیسو سکرتر جنرال سره وکتل

ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د انټرپول پولیسو سکرتر جنرال یورګن سټاک سره وکتل او د ترورېزم د ګډو ګواښونو، د نشه یي توکو د تولید او قاچاق شبکو، پیسو وینځلو او د پیسو د غیر قانوني دوران په اړه یې بحث وکړ.

په دې لیدنه کې چې په ارګ کې وشوه، د انټرپول پولیسو سکرتر جنرال په کابل ښار کې د واده په مراسمو د تروریستي برید له امله د افغانستان له جمهوررئیس او خلکو سره غمشریکي وکړه.

یورګن سټاک وویل، ترورېزم، د نشه یي توکو د قاچاق شبکې، پیسې وینځل او د غیر قانوني پیسو دوران، د ټولو هېوادونو لپاره ګډ خنډ او ګواښ دی.هغه ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به اړیکې تر پخوا زیاتې پراخې او د ترورېزم له شبکو، د نشه یي توکو قاچاق او پیسو وینځلو سره په مبارزه کې به ددې سازمان همکارۍ زیاتې شي.

د انټرپول پولیسو سکرتر جنرال همداراز وویل، په یوه داسې پلان کار کوي چې پر اساس به یې د تعقیب په موخه، د سازمان شوو او تر سیمې هاخوا جرمونو، د نشه یي توکو د قاچاق شبکو او پیسو وینځلو په اړه اطلاعات د افغانستان له حکومت سره شریکېږي. هغه زیاته کړه، د دغو شبکو مالي سرچینې به تشخیص او لمنځه یوسي.

جمهوررئیس د یورګن سټاک له همدردۍ د مننې ترڅنګ وویل: ددې باوجود چې ترورېزم، د نشه یي توکو قاچاق او پیهسې وینځل د نړۍ ټولو هېوادونو ته ورته او ګډ ګواښ دی، خو د نړۍ هېوادونه تر اوسه نه دي توانېدلي هغه ته یو واحد تعریف او ارزونه رامنځته کړي. هغه زیاته کړه، انټرپول سازمان باید د نړۍ هېوادونو ته د ګواښونو د تعریف او ارزونې واحده مرجع وي.

جمهوررئیس غني دې ته په اشارې چې ترورېزم، د نشه یي توکو د قاچاق شبکې او پیسې وینځل د سیمې په هیوادونو کې آزاد فعالیت لري وویل، ددې شبکو د فعالیت مخنیوی اړین دی او د دغو شبکو لمنځه وړلو لپاره باید نړیواله اجماع غښتلې شي. هغه زیاته کړه، انټرپول سازمان باید په دې برخه کې د همغږې کوونکې مرجع په توګه عمل وکړي.

جمهوررئیس وړاندیز وکړ چې د انټرپول سازمان غړي هیوادونه له دغو شبکو او سازمان شوو جرمو سره د مبارزې مؤثریت لپاره، خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي او د انټرپول پولیسو رهبران دې د دغو ګواښونو لمنځه وړلو لپاره، لس کلن ګډ لیدلوری برابر کړي.



افغانستان انټرپول پولیسو راپورونه او مرکې
t