د مخابراتو سرپرست وزیر: هرات ولایت د ډیجټل کېدو لوړ ظرفیت لري

د مخابراتو سرپرست وزیر: هرات ولایت د ډیجټل کېدو لوړ ظرفیت لري

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر تېره ورځ په هرات ولایت کې د فن اوري چټک پرمختګ په ویاړ مراسمو کې وویل، چې هرات د ټکنالوژۍ پرمختګ په برخه کې یو مثال دی او ډېر ژر به دا ولایت په یوه پرمختللي ډیجیټلي ښار بدل شي.
د نوموړي په وینا، په هرات کې د ټکنالوژۍ اسانتیاوو برابروونکې د هیواد اصلي قهرمانان دي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت به تل د دې قهرمانانو ملاتړ کوي.
د مخابراتو سرپرست وزیر له ټکنالوژۍ سره د تړلي پرمختللي ژوند په اړه وویل، د روبوټ جوړونې په سیالیو کې د هراتي پېغلو ګډون او په ښوونځیو کې د نوښتونو پراخې بېلګې، د ټکنالوژۍ په برخه کې د دې ویاړلي ولس د استعدادونو ښکاره بېلګې دې.
د هغه په وینا، د ټکنالوژۍ پرمختګ ستره اړتیا، په دې برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه ده، چې هرات په دې برخه کې هم د یوه مثال په توګه یادولای شو.

هاشمي وویل: « هرات د صنعت، پانګونې او ټکنالوژۍ په برخه کې لوړ ظرفیت لري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هم د دې ظرفیتونو پاللو په برخه کې هر راز ملاتړ ته تیار دی.»

د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي تېره ورځ هرات ولایت ته سفر وکړ او د ولایتي ادارې چارواکو په ګډون یې له مخکښو ځوانو علمي کدرونو سره هم لیدنه وکړه..



افغانستان اقتصاد او بيارغونه خبرونه
t