کونړ: د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو له ولایتي ادارې د بنسټیزو پروژو پلي کېدو غوښتنه وکړه

کونړ: د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو له ولایتي ادارې د بنسټیزو پروژو پلي کېدو غوښتنه وکړه

کونړ والي عبدالستار میرزکوال،د ولسمشر سلاکار پروفېسور څرکند،ولایتي شورا رئیس او سکتوري رئیسانو په ملتیا نن چهار شنبه د سرکاڼو ولسوالۍ تاریخي سیمې پشد ته تللی و چې د ولسي ناستې په ترڅ کې یې د خلکو غوښتنې و اورېدې.

جوړې شوې غونډې ته د سرکاڼو ولسوال محمد ولي خدام سربېره د دیني عالمانو،ځوانانو او قومي مشرانو په استازیتوب څو تنو ویناوې وکړې او له ولایتي ادارې یې وغوښتل چې په وروسته پاتې سیمو کې یې ټولګټې پروژې پلي کړي

د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼی،امنیت امیر ډګروال محمد یوسف او پوهنې رئیس مجیب الرحمان همدرد هم د غونډې ویناوال وو چې د پوهنیز بهیر پیاوړتیا ترڅنګ یې د امنیت ټینګښت په برخه کې د ولسونو په همکاریو ټینګار وکړ

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي نن یې په دې ولسوالۍ کې د (۶۹) میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل او ځینې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

نوموړي ژمنه وکړه چې د نورو ټولګټو پروژو پلي کېدو ترڅنګ به دپشد تاریخي کلا بیا جوړېدلو ته جدي پاملرنه وکړی.

دناستې په ترڅ کې د ټولګټو چارو او کلیو او پراختیا ریاستونو مسوولینو له لوري د پشد څخه تر ناو اباد پورې غځيدلي سړک دترمیم او ښوونځیو جوړېدو چارې چټکې کړي.

د ولسمشر سلاکار ښاغلي څرګند هم د خپلې وینا پرمهال ژمنه وکړه چې د ولایت مقام سره په همغږۍ د دې ولایت د ولسونو لومړیتوبونوته جدي پاملرنه وکړي .



افغانستان اقتصاد او بيارغونه خبرونه
t