امریکا په یوه بل اقدام پر ایران نور بندیزونه وضعه کړي

امریکا په یوه بل اقدام پر ایران نور بندیزونه وضعه کړي

ټرمپ تیره ورځ د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د ملاقات تمه ښکاره کړه خو روحاني وویل کله چې امریکا پر موږ له بندیزونو ډډه وکړه هغه مهال به له امریکا سره خبرې کوي.
د امریکا د خزانې وزارت وایي تازه یې د ایران پر دوو سوداګریزو شبکو بندیزونه لګولي دي.
سرچینه کاږي چې دغه شبکو یوې یې په امریکا کې د ټکنالوژۍ کمپنۍ په نښه کولې او سایبري بریدونه یې کول او بلې په هانګ کانګ کې ځينې فعالیتونه لرل او د ایران پوځ ته یې یورانیم برابرول.
امریکا لاهم ګواښ کړی چې تر دې زیات نور بندیزونه لاهم ایران ته په تمه دي او ډیر ژر به یو شمېر نور بندیزونه هم پرې ولګول سي
د ټرمپ له تیرو څرګندونو داسې نه ښکاریده چې امریکا دي پر ایران نور بندیزونه ولګوي خو د تمې خلاف تراوسه وضعیت د ایران په زیان روان دی




t