هالینډ سفیر د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته سفر وکړ

هالینډ سفیر د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته سفر وکړ

په افغانستان کې د هالينډ هېواد سفير ارنست نورمان ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت کامې ولسوالۍ کې د يو شمېر کرنيزو پروژو څخه ليدنه وکړه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، یاده لیدنه چې د وږي په شپږمه ترسره شوه، پر مهال یې د کامې ولسوالۍ مسئولينو او يو شمېر نورو چارواکو شتون درلود.

د کامې ولسوالۍ مسئولينو په دې سيمه کې د هالینډ هېواد له لورې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د ترسره شویو مرستو څخه مننه وکړه او د نورو پروژو تر سره کولو غوښتنه يې وکړه.

سرچینه وايي، د هالينډ هېواد سفیر، چې د دوی له لوري د جوړو شويو استنادي ديوالونو او سربندونو څخه يې ليدنه کوله ژمنه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې به نور استنادي ديوالونه او سربندونه هم جوړ کړي.



افغانستان بیارغوونه خبرونه هالینډ سفیر کامه
t