د برتانیا ملکې د پارلمان په هکله د لومړي وزیر وړاندیز منلی

د برتانیا ملکې د پارلمان په هکله د لومړي وزیر وړاندیز منلی

ښايي په نژدې راتلوونکي له اروپايي ټولنې څخه انګلستان هېواد ووزي کره دلیلونه سته چې دوی غواړي خپل هېواد له دې اتحادیې وباسي.
د بريتانيا ملکې اليزابت د صدراعظم بوريس جانسن هغه وړانديز رسماً تصويب کړ چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په درشل کې دې پارلمان تعليق شي.
له دې سره به له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو لپاره وکيلان د مباحثې لپاره لږ وخت ولري، پرون د اپوزيسيون په غوصه شويو وکيلانو د جانسن پر دغه اقدام انتقاد وکړ.
دوى وويل، صدراعظم په لوى لاس هڅه کړې چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو لپاره د موافقې د نه کېدو لپاره د وکيلانو مخه ونيسي.




t