د پاکستان پور، له ۲۹،۲ ټریلونه ډالرو څخه ۴۰،۲ ټریلونو ته لوړ سوی

د پاکستان پور، له ۲۹،۲ ټریلونه ډالرو څخه ۴۰،۲ ټریلونو ته لوړ سوی

پاکستان په اقتصادي ستونزو کې ګیر هېواد چې د قرضونو او مالي چارو برخه کې يې هره ورځ وضعیت خرابیږي او لاهم مخ پر ځوړ روان دی
کچیري د پاکستان اوسنی ترنیګلی اقتصادي وضعیت محاسبه سي نو لیري نه ده چې دا هېواد به د ۹۰یمو کلونو خراب اقتصادي وضعیت ته ستون سوی وي
د ۹۰یمو لسیزې په وروستیو کې په هېواد کې سیاسي او اقتصادي حالت خراب و، په داسې حال کې چې پاکستان د اټومي وسلو د تجربو له امله په نړیواله کچه سخت اقتصادي بندیزونه هم ګاللي دي.
که څه هم هېڅ بندیزونه نشته، خو پر کورني اقتصاد د پراته پور په اړه د پاکستان د مرکزي بانک له خوا د وروستي معلوماتو پر اساس، د هېواد ټول پور او مسؤلیتونه د هېواد د اقتصاد له مجموعي حجم څخه ډېر سوی دی.
اقتصاد پوهان د پاکستان اوسني قرضونه خورا ډیر ارزوي او د دې هېواد راتلونکي اقتصادي حالت ته اندېښمن دي




t