تاپسي پانو: ورزشکاران اصلي قهرمانان دي

تاپسي پانو: ورزشکاران اصلي قهرمانان دي

د بالیووډ د (بدله) فلم نوموتي او ښکلې سېنمايي ستورې تاپسي پانو چي په نږدي راتلونکي کي به د هند د کرکیټ د تکړه او نوموتي ویکیټ ساتونکې پر ژوند په فلم کي د هغې په رول راښکاره سي، رسنیو ته ویلي دي چي وزشکاران اصلي قهرمانان دي. هغوي د دي کار لپاره ډېر زیات فشار پر ځان وړي او زیات زیار باسي او بل چانس هم بیا نه لري.

یادي ستورې مخکي هم رسنیو څخه غوښتي وه، چي د دې نوم دي د بالیووډ هغه فلم جوړونکی ته چي د هند د کرکیټ د ښځینه ویکیټ ساتونکي میتالي راج پر ژوند فلم جوړوي ورته وړاندې کړي ، هغه ویلي وه چي دا به ورته ډېر په زړه پوري وي او هم به د کرکیټ لوبولو لپاره ورته یو ښه چانس وي.

همداراز زیات وخت نه کیږي، چي تاپسي پانو سېنما ته راغلې ده، هغه په فلمونو کي زیات د اکشن په رول راښکاره کيږي اوهم په اکشن رول لوبولو کي ښه تجربه لري. تاپسي پانو د رسنیو سره په تازه مرکه کي ویلي، چي له ماشومتوبه د ورزش سره ډېره مینه لري، نوځکه تر بل هر چا ډېره لیوالتیا لري، په ورزشي فلمونو کي د ورزشکارې په رول راښکاره سي.

نوموړې همداراز زیاته کړې ده، چي د ورزش سره د دېري میني لرولو له امله کوښښ کوي په ډېرو ورزشي فلمونو کي راښکاره سي او دا يي هم روښانه کړې ده چي د یو بل ورزشي فلم لپاره هم اماده ګي نیسي.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t