د امریکا ددفاع وزیر: ايران دي ناندرۍ کمې کړي

د امریکا ددفاع وزیر: ايران دي ناندرۍ کمې کړي

نن په یوه تازه اقدام کې امريکا د ايران پر دوه شرکتونو بندیزونه ولګول خو د امريکاد دفاع وزير ايران څخه د کړکيچ ختمولو تمه لري.
د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپېر په پنټاګون کې په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، ایران دې په سیمه کې د ستونزو او کشمکشونو د حل لپاره له امریکا سره خبرو ته حاضر سي. دده په وینا ایران باید ناندرۍ راکمې کړي.
دوه ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي وو چې غواړي د ايران ولسمشر حسن روحاني سره خبرې وکړي خو د ایران ولسمشر ددوی سره خبرې رد کړې وې




t