د ايران په ملاتړ حوثي یاغیانو عربستان باندې بريد کړی

د ايران په ملاتړ حوثي یاغیانو عربستان باندې بريد کړی

عربي ايتلاف ويلي دا بريد چې د سعودي پر یوه هوايي ډګر تر سره سوی د ايران په مرسته سوی دی، مالومات وايي بريد کې ځاني تلفات نسته ولي مالي زیانونه يې ډير زيات اړولي.
د عربي ایتلاف ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې پر ملکي هوایي ډګر دغه ډول برید په لوی لاس د ملکي وګړو د په نښه کولو مانا لري.
د ویاند په وینا حوثیان په دې توګه له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي او د بشر حقونه نقض کوي.
تراوسه پوري حوثي ياغيانو په دې هکله څه نه دي ويلي خو ډيری داسې بريدونه تل دوی ترسره کوي




t