ښوونکی او زده کوونکي: – ژباړه: عطا محمد

ښوونکی او زده کوونکي: – ژباړه: عطا محمد

یوه ښوونکي له خپلو زده کوونکو څخه پوښتنه وکړه:
کله چې موږ په غوسه یو ولې چیغې وهو؟ کله چې خلک په غوسه وي، ولې خپل غږ لوړوي او یو پر بل باندې چیغې وهي؟
زده کوونکو فکر وکړ او له هغو څخه یوه یې وویل: ځکه هغه شېبه مو خپله آرامتیا او هوساینه له لاسه ورکوو.
ښوونکي وپوښتل: دا چې خپله هوساینه او آرامتیا له لاسه ورکوو، سمه ده، خو ولې سره له دې، چې مقابل لوری زموږ پر وړاندې ولاړ دی، چیغې وهو؟
آیا نه شو کولای، چې په ټیټ او نرم غږ خبرې وکړو؟ کله چې غوسه یو ولې چیغې وهو؟
هر یوه زده کوونکي ځواب ورکړ، خو د هېڅ یوه ځواب ښوونکی راضي نه شو کړای.
په پای کې ښوونکي وویل: کله چې دوه کسان په یو بل باندې غوسه وي، نو زړونه یې له یو بل څخه واټن اخلي، د دې له پاره، چې هغوی دا واټن جبران کړي، نو اړ دي، چې چیغې ووهي، هر څومره، چې د غوسې کچه زیاته وي، نو په هماغه اندازه دا واټن ډېرېږي او هغوی باید خپل غږ لا پسې لوړ کړي.
له دې وروسته ښوونکي وپوښتل: کله چې دوه کسان پر یو بل باندې مین وي، نو څه پېښه را منځته کېږي؟ هغوی په یو بل باندې چیغې نه وهي، بلکې په ډېرې آرامۍ له یو بل سره خبرې کوي، ولې؟ ځکه چې د هغوی زړونه یو بل ته نیږدې دي، د زړونو ترمنځ واټن یې ډېر کم دی.
ښوونکي زیاته کړه، کله چې مینه یې له یو بل سره زیاته شوه، نو څه پېښېږي؟ هغوی حتا یو بل ته عادي خبره هم نه کوي او یوازې یو بل ته په غوږ کې ورو ورو خبرې کوي او مینه یې بیا هم یو بل ته زیاتېږي، په پای کې د یو بل غوږ کې خبرو کولو ته هم اړتیا نه پیدا کوي او یوازې یو بل ته ګوري، دا نو هغه وخت دی، چې د دوی د زړونو ترمنځ هېڅ واټن پاتې نه وي.



ليکني او ژباړي معلوماتي
t