دوه امريکايي سناتوران روسيې نه دي پريښودل سوي

دوه امريکايي سناتوران روسيې نه دي پريښودل سوي

کريس مورفي او ران جانسن دوه هغه امریکايي سناتوران دي چې په وينا يي روسيې ويزې نه دي ورکړې
روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د امريکا هغه دوه سناتوران چې ادعا کوي چې روسيې يې وېزې رد کړي، پوهېدل په هغه لېست کې شامل دي چې روسيې ته له ننوتلو منعه سوي دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا ازخارووا په دې هکله ويلي د روسيې دا کړنه د امریکا د هغه ليست ځواب کې ده چې د روسيې يو شمېر سناتوران امريکا ته ممنوع الدخول دي
سناتورانو ويلي چې غوښتل يې د کانګرس د دواړو ګوندونو د يوه هيئت په ترکيب کې روسيې ته سفر وکړي.
ښاغلى مورفي ډموکراټ او جانسن جمهوريت غوښتونکى دى.
په ورته وخت امريکا کې د روسيې سفير ويلي چې دوی د ويزې د ترلاسه کولو غوښتنه نه وه کړې




t