ټرمپ: د سولي پر توافق سربېره په افغانستان کي خپل پوځي حضور ساتو

ټرمپ: د سولي پر توافق سربېره په افغانستان کي خپل پوځي حضور ساتو

عزت الله ذکي

د آمريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه نن پنجشنبه د رواني آګسټ پر ۲۹مه په افغانستان کي د خپل پوځي حضور د اعلان ترڅنګ وويل، چي د سولي پر توافق سربېره به په افغانستان کي خپل پوځي او نظامي حضور وساتي.

ټرمپ دغه څرګندوني د فاکس نيوز خبري شبکې سره په خبرو کي کړي او ويلي يې دي، چي په افغانستان کي خپل پوځي حضور ته ادامه ورکوي، خو دا پوځي حضور به حالاتو ته په کتو ورو_ورو راکم کړي، خو په وينا يې غواړي، تر ډېره وخته په دغه هيواد کي پاته شي.

ټرمپ زياته کړې، چي اوسمهال په افغانستان ۱۴زره آمريکايي پوځيان حضور لري، چي له دې جملې يې ۵زره تنه دغلته د ترهګرو او وسله والو ضد مبارزه کوي.

نوموړي وړاندي ويلي، کله چي ددغو آمريکايي پوځيانو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راټيټ شي، نو هغه مهال به بيا حالاتو ته په کتو پرېکړه وکړي.

ډونالډ ټرمپ چي په دې ټاکنيز شعار چي د آمريکا تر ټولو اوږده جګړه به ختموي، قدرت ته ورسېد، اوس قصد لري، چي ژر تر ژره له افغانستانه خپل پوځيان وباسي او دغه ۱۸ کلنه جګړه نور پای ته ورسوي.



افغانستان امريکا سيمه او نړۍ ټرمپ پوځیان
t