کوم ښارونه د نړۍ د خوندي ښارونو له ليست څخه وايستل شول؟

کوم ښارونه د نړۍ د خوندي ښارونو له ليست څخه وايستل شول؟

عزت الله ذکي

د لندن چاپ «اکونوميسټ» اوونيزي تازه راپور ښيي، چي په ۲۰۱۹م کال کي د جاپان پلازمېنه ټوکيو د ۹۲ سلنه اميتازاتو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو آمن لرونکی ښار پېژندل شوی دی.

د آمن لرونکو ښارونو دغه راپور هرکال د يادي اوونيزي لخوا د نړۍ د ۶۰ ښارونو د آمنيتي وضعيت تر آرزوني وروسته چمتو کېږي، چي د څلورو اصولو زېربنايي آمنيت، سايبري آمنيت، روغتيايي او شخصي آمنيت په پام کي نيولو وروسته د نړۍ آمن لرونکي ښارونه غوره کوي.

د ښاري آمنيت آړوند دغه کلني او معتبرترين راپور کي دوه نور ښارونه سينګاپور او اوزاکا هم په ترتيب سره په دويم او دريم دريف کي قرار لري، چي سينګاپور ۹۱.۵ سلنه امتيازات او اوزاکا ۹۰.۹ سلنه امتيازات خپل کړي دي.

ددغه راپور محتوا د ښارونو د ۵۰ برخو د کميت او کيفيت تر آرزولو وروسته چمتو کېږي.

د آمريکا پلازمېنه واشنګټن چي په روان کال کي د نړۍ په ۱۰ غوره ښارونو کي راغلې، ددغه راپور په نوملړ کي يې اووم ځای خپل کړی دی.

په نوملړ کي دا ځل اولني درې واړه آسيايي ښارونه شتون لري، چي د نړۍ د تر ټولو خوندي او باآمنه ښارونو په توګه غوره شوي دي، ښه بېلګه يې ټوکيو ده، چي د نورو آسانتياوو ترڅنګ خوندي سايبري آمنيت لري.

تر ټوکيو وروسته اوزاکا ښار د ښه روغتيايي آمنيت او سينګاپور هم د زېربنايي او شخصي آمنيت په لرلو سره ددغه جدول په سر کي راغلي دي.

خو سږکال له دغه فهرست څخه څلور ښارونه آتن، جده، دوحه او تهران لېري شوي دي، ددغه راپور چمتو کوونکو ويلي، ۴ ښارونه چي د نړۍ د خوندي ښارونو په فهرست کي په ۲۰۱۷م کال کي اضافه شوي وو، سږکال بېرته حذف شوي دي.



خوندي ښارونه سيمه او نړۍ هر اړخيز او معلوماتي
t