دبخښني نړیوال سازمان:پاکستان دي د پښتنو له ځپلو لاس واخلي

دبخښني نړیوال سازمان:پاکستان دي د پښتنو له ځپلو لاس واخلي

د بخښني نړيوال سازمان له پاکستانه غوښتي،چي د پښتنو له ځپلو لاس واخلي

وروسته له هغه ،چي په پاکستان کي د پښتنو په وړاندي حکومت کرکجن او بشر ضد کړني پيل کړې او د پښتنو زيات شمېر مدافعين يې ونیول د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه وغوښتل چې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوي.

د بښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې ځپونکي اقدامات باید پای ته ورسوي.

نوموړي ویلي چې د دې غورځنګ ټول توقیف شوي غړي او نور سوله ییز فعالان باید سمدستي خوشې شي.

بايد وويل سي،چي پاکستان کي په زیات شمېر پښتانه په یوه او بل نوم د حکومت لخوا زندانونو ته اچول کيږي او د ډېرو د ژوند او مرګ معلومات هم نسته.




t