پر شارخ خان د پاکستانیانو نیوکې

پر شارخ خان د پاکستانیانو نیوکې

د بالیووډ پر نوموتي او تجربه کاره اداکار شارخ خان باندي د پاکستانیانو نیوکې ورځ تر بلې په زیاتیدو دي، د هغه نوي فلم (Bard of blood) ټریلر خپور سو، پاکستانیان وايي هغه په فلم کي مسلمانان ترهکر او غلط معرفې کړي دي. پر هندي او پاکستاني هنرمندانو نیوکې وروسته له هغه یو ځل بیا ډېري سوي، چي په کشمیر کي د هند او پاکستان تر منځ لانجي په زیاتیدو دي.

هر کله چي د هندوستان او پاکستان تر منځ سیاسي اړیکې خرابېږي، د دواړو هیوادونو د سېنما اداکاران هم د ټولنیزو رسنیو د جګړې ډګر ته ښکتهکیږي. اوس د دې سېنما وتلي ستوري شارخ خان د داسي فلم ټریلر پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی، چې پاکستان یې د خپل ځان پر ضد بولي او په دې هیواد کې یې د خلکو احساسات راپارولي دي.

 د بالیووډ پاچا شارخ خان د (Bard of blood) په نوم فلم ټریلر ګي ښکاري چې د تخت او تاج خاوند وي، خو ترهګر هڅه کوي چې پاچاهي یې ړنګه کړي. خو پاکستانیان وايي، د هغه فلم کې هڅه شوې ده، چي مسلمانان پکې ترهګر وپېژني، ځکه په دې فلم کي د یوې برخي رول مسلمان ته ورکړل سوی .

د ماه دوران په نوم یو پاکستاني لیکلي، شارخ خان په دې فلم ثابته کړه چې هغه یو مسلمان نه، بلکی یو حقیقي هندو دی او په خبره یې هغه له خپلو پیسو او شهرت سره مینه لري. د نتاشا کنډي په نوم ورته یو کس سپارښته کړی،چې اوس ‌مهال د هندیانو او پاکستانیانو د خوشالولو لپاره ښه فرصت دی چې شارخ خان یې خپلو مینه ‌والو ته څرګنده کړي.

د شارخ او عمران هاشمي بار‌‌‌‌‌‌ډ اف بل‌‌‌‌‌‌ډ فلم

پاته دي نه وي چي د سعدیه په نوم یو بل ټویټر کاروونکې ورته لیکلي، د بالیووډ د فلمونو ټوله سناریو پر کرکې څرخي او هغه برخي چې زیات نفرت پکي وي، مسلمانو اداکارانو ته یې ورکوي.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t