بلخ: دوه طالب وسله وال نیول شوي

بلخ: دوه طالب وسله وال نیول شوي

د افغان پولیسو خاصې قطعې ځواکونو په بلخ ولایت کې د طالب وسله والو دوه غړي نیولي دي.

دا کسان تیره شپه د خاصو عملیاتو په ترڅ کې چې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې ترسره شوي، نیول شوي دي.

باید وویل شي چې ددې عملیاتو په لړ له دې کسانو سره یو میل وسله، یو حلقه ماین، یوه اندازه جنګي سپک او درانه وسایل او یو شمیر نور تجهیزات هم افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

 



افغانستان خبرونه نیول وسله وال
t