ټرافیکي پیښي پښتونخوا کې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ټرافیکي پیښي پښتونخوا کې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ویل کیږي چې د لته ډیر وخت داسې ټرافیکي پیښي رامنځ ته سوې چې پر مهال يې ګټو خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې
د راپورونو له مخې دغه پېښه د خیبر پښتونخوا په کوهستان سیمه کې سوې ده چې پرمهال يې زیات شمېر کسان وژل سوي او لږ ژوبل سوي دي
په دغه سیمه کې موټر پر یوه غرنۍ لار روان و، چې د پله د ماتېدو له امله کندې ته لوېدلی دی، په پېښه کې د څلورو مېرمنو په ګډون ۲۴ کسه وژل سوي او ۹ کسه نور ټپیان دي.
تراوسه لاهم نه امنیتي کسان او نه هم خلک توانیدلي څو ددې خلکو مړي جسدونه د پیښي له ځایه را وباسي
ویل کیږي چې په کوهستان کې د لارو خرابوالي له کبله تل داسې پیښي رامنځ ته سوې چې پر مهال يې خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی




t