بدخشان: د ماشومانو پر ژوند اندېښنې ښودل شوي

بدخشان: د ماشومانو پر ژوند اندېښنې ښودل شوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ولايتي چارواکي وايي، بدخشان کې د ماشومانو ژوند د اندېښنې وړ دی.

دوی ويلي دي، دغه ولايت کې د بېوزلۍ له کبله ډېری محصلين درانه کارونه کوي.

د بدخشان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره عارفه نوين رسنيو ته ويلي، دغه ولايت کې شااوخوا ٢٠٠ زره ماشومان په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.

په بدخشان کې د دغو ماشومانو کورنۍ وايي، دوى د بېوزلۍ له کبله مجبور شوي چې په خپلو ماشومانو درانه کارونه وکړي.




t