تکزاس: يوه وسلوال پنځه کسه وژلي

تکزاس: يوه وسلوال پنځه کسه وژلي

په امريکا کې دا ډول بريدونه نوې خبره نه ده د لته هروخت بغير کومې انګېزې داسې پيښي رامنځ ته کيږي
د رسنیو د راپورونو له مخې بریدګر په موټر کې سپور و او شاوخوا ته پر روانو خلکو یې ډزې کولې.
تکزاسی پوليس وايي دوی څيړنې روانې کړې ددوی او په وینا بریدګر سپین پوستی دی او ښایي د ۳۵ کلونو په شاوخوا کې عمر ولري. ددوی په خبره تر اوسه د برید اصلي علت نه دی روښانه سوی خو په پېښه کې پنځه کسه وژل سوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې هکله خواشيني څرګنده کړې امنيتي ځواکونو او چارواکو ته يې د پيښي د ښې پلټنې سپارښتنه کړې




t