د هرات ښځينه فلم نړیوال فیستوال؛ هندي فلم پکښي پنځه جایزې وګتلې

د هرات ښځينه فلم نړیوال فیستوال؛ هندي فلم پکښي پنځه جایزې وګتلې

د هرات د ښځینه فلم پنځم نړیوال فیسټوال په کابل کي تر سره سو، چي د مختلیفو هیوادونو فلمونه په کښي نندارې ته وړاندې سوه، چي هغو کي یو هندي فلم (The song of scorpions) اواز عقرب ها پینځه جایزې وګټلېاو د یاد فیسټوال غوره فلم وبلل سو. په یاد فیسټوال کي د روسیي، ایران، شیلي، هند او افغانستان په ګډون د ۳۰ هیوادونو تقریبآ ۴۸ فلمونه نندارې ته وړاندې سوه.

په یاد نړیوال فیسټوال کي د ښځو د ژوندانه وضیعت په بیلا بیلو اړخونو کي د سېنما په پرده نندارې ته وړاندې سو، په یاد فیسټوال کي نورو فلمونوهم جایزې ګټلې دي او د څلورو ورځو لپاره یاد فلمونه په څلور ولایتونو لکه کابل، ننګرهار، بامیان اوهرات کي نندارې ته وړاندې سوه.

د یاد فیسټوال یوي تنظمونکي رویا سادات یاد فیسټوال ته په خپلو خبرو کي ویلي دي: ( کوم څه ته چي زه متوجه سوم، دي فیسټوال د تیر په څير په محتوا کي ډېر توپیر درلود. ډېر ښه فلمونه راغلي وه او اداکارانو ورڅخه استقبال وکړ او فلمونه يي ورته راولیږل. دا چي په څلور ولایتونو کي نندارې ته وړاندې سو ډير ښه وو، اما بیا هم د پخوا په شان امنیتي وضیعت ښه نه و.))

د یاد فیسټوا
ل ترتیب کوونکي د یو هندي فلم اداکاري ته د جایزي ورکولو پر مهال

د یاد فیسټوال یوي هندي ترتیب کوونکي انانیاچاکرابورتي په یادو مراسموکي ویلي دي:(( هندی فلم (The song of scorpions) د ټولو فلمونو په منځ کي بهترین فلم و، نو ځکه يي پینځه جایزې وګټلې. سېنما سرحد نه پېژني. زموږ لپاره ددې انتخاب سخت و، آما ډېره خوشحاله یم او د یوي هندي په صفت افتخار کوم، چي د افغانستان څخه پینځه جایزې له ځان سره وړم.))

یو ایراني مستند فلم )هزار زن چون من( هم د بهترین مستند فلم جایزه وګټل

په یاد فیسټوال کي د روسيي، ایران، شیلي او افغانستان اداکارانو هم جایزي وګټلې. او د ( هزاز زن چون من) په نوم یو نړیوال مستند د بهترین مستند فلم جایزه وګټله. یاد فیسټوال په سيمه کي اولین فیسټوال دي، چي د ښځو وضیعت يي په بیلا بیلو اړخونو کي د سېنما پر پرده بیان کړ. که څه هم د یاد فیسټوال لپاره ۲۰۰ فلمونه غوره سوي و، اما د داورانو له لوري یوازي ۴۸ فلمونه انتخاب سوه او نندارې ته وړاندې سوه.



افغانستان فلمي نړۍ کابل
t