بدخشان: د مبارکې خرقې جومات د ودانۍ رغولو چارې بشپړیږي

بدخشان: د مبارکې خرقې جومات د ودانۍ رغولو چارې بشپړیږي

د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، دې وزارت د تاریخي ابداتو د ترميم ملي ادارې په وسيله د بدخشان ولايت د مبارکې خرقې جومات د رغولو چارې ۸۱ سلنه بشپړې کړي او ډير ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د یاد وزارت په وینا؛ دا جومات د بدخشان ولايت د فيض اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې جوړيږي چې په ۵۰۰ مترمربع ځمکه کې په دوو پوړونو کې د دولت له انکشافي بوديجې څخه د ۲۷ ميليونه او ۶۲ زره افغانيو په لګښت رغول کيږي.

سرچینه وايي، پر دې سربېره ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي ابداتو د ترميم ملي ادارې له لارې د شاه دو شمشېره جومات، پل‌خشتي جومات او معاذ بن جبل جوماتونو په ګډون ګڼ نور جوماتونه او تاريخي ابدات ترميم او بيارغولي دي.



افغانستان بدخشان بیارغوونه جومات
t