کندهار: حرامسرای رغولو چارې په بشپړیدو دي

کندهار: حرامسرای رغولو چارې په بشپړیدو دي

د کندهار ولايت د حرمسرای د بيارغولو او ترميم چارې د بشپړېدو په حال کې دي

د هیواد د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، د تاریخي ابداتو د ترميم ملي ادارې له لارې د کندهار ولايت د حرم سرای د ترميم او بيارغولو چارې ۷۰ سلنه بشپړې کړي دي.

دا حرم‌سرای د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کې موقعيت لري، چې په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۴ ميلیونه او ۴۰۰ زره افغانيو جوړيږي.

سرچینه وايي، په افغانستان کې تاريخي، فرهنګي او ديني ابدات د تاریخي ابداتو د ترميم ملي ادارې له‌خوا له بشپړې مطالعې، سروی، طرح او ډيزان وروسته په اساسي ډول ترميم او رغول کيږي.



افغانستان بیارغوونه خبرونه کندهار
t