د پرحباس (Sahoo) فلم؛ دوه ورځو کي ۲۰۵ کروړه روپۍ وګټلې

د پرحباس (Sahoo) فلم؛ دوه ورځو کي ۲۰۵ کروړه روپۍ وګټلې

د هندی سېنما د نوموتی او وتلی فلمي اداکار پرحباس (Sahoo) فلم په دوه ورځو کي په داخلي او نړیواله سېنماګانو کي شاوخوا ۲۰۵ کروړه روپۍ وګټلې. یاد فلم په زیاتو ژوبو ژباړل سوی دی او د پرحباس تر څنګ د بالیووډ ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې شاردا کپورهم د مرکزی لوبغاړې دنده اجراء کړي ده. دا فلم د پرحباس لومړنی هندي فلم دی چي هغه په کي لوبېږی.

د هند د تجارت د برخي یو تحلیلګر ترن ادارش په خپل یو ټويټ کي لیکی دی،چي د پرحباس هندي فلم (Sahoo) ډير ښه وځلید او په دوه ورځو کي يي شاوخوا ۲۰۵ کروړه رويۍ وګټلې، چي دا په دوه ورځو کي زیاته اندازه پیسۍ دي چي یاد فلم يي ګټی او پرحباس د بالیووډ صنعت سره په یو ځاي کیدو خپل او د بالیووډ مینوال حیران اوخوشحاله کړه.

یاد فلم ۲۰۵ کروړه روپۍ وګټلې

نوموړي همدارنګه زیاته کړی ده، د پرحباس (Sahoo) فلم  د سلمان خان د (Baharat) فلم او د اکشی کمار(Mission Mangal) فلم راوروسته د ۲۰۱۹ م کال دریم فلم دی، چي په زیاته اندازه يي پیسۍ وګټلې. او همدارنګه یاد فلم د جنوبی هندوستان تامیل سېنما د (Baahubali 2) فلم راوروسته دوهم فلم دي، چي په هندي مارکیټ کي ډېره ښه ځلیږي.

پاته دي نه وي، چي د پرحباس او شاردا کپور ترڅنګ جیکی شرف، نیل نیتین موکیش، مندیرا بیډي، چانکی پانډي، مهیش مانجیریکر، ارون ویجی، مورالي شرما هم لوبیدلي دي. فلم د تیري جمعي پر ورځ پر مختلیفو داخلي او نړیوالو سېنماګانو خپور سو.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t