د ۵۰ ډالرو پر غلا ۳۶ کاله زندان

د ۵۰ ډالرو پر غلا ۳۶ کاله زندان

۸۵ کلن الوین کنارډ له یوې نانوايي څخه د ۵۰ ډالرو د غلا په تور په عمري بند محکوم سو چې اوس تازه د امریکا د لاباما ایالت کې یوه قاضي نوموړی له بنده خوشي کړی
هغه په ۸۰ مو کلونو کې د هغه د وخت د الاباما سختو قوانینو مطابق د دغه جرم د بیا تکرارولو په پلمه په عمري بند محکوم سوی و.
تر ۳۶ کلن بند تېرولو وروسته د هغه د خوشي کولو لپاره د قاضي نظر د بندي د کورنۍ او ملګرو له مثبتو غبرګونونو سره مخامخ شو.
نوموړی کله چې په ۱۹۸۳ کال کې ۲۲ کلن و، له یوه نانوای نه د چړې په زور پنځوس ډالره غلا کړل. که څه هم په دې غلا کې هېڅ کس ټپي نه سو، خو د محکمې قاضي د ښاغلي کنارډ په حق کې د نه بښنې وړ عمري بند حکم وکړ.
ددې کس وکیل ویلي کنارډ به بیرته خپله ترکاڼي پیل کړي




t