د اسراییلو پر یوه نظامي مرکز د حزب الله راکټي برید

د اسراییلو پر یوه نظامي مرکز د حزب الله راکټي برید

راپورونه وايی،چي د لبنان حزب الله د صهیونیستي رژیم د شمال په سرحدي سیمه کې د دغه هېواد یو نظامي مرکز بريد کړی،خو د مرګ ژوبلي په اړه يې معلومات ندي ورکړي.

ځايي رسنيو ويلي،چي دغه برید تېره شپه د ټانګ ضد راکټ په واسطه رامنځ ته سوی،چي یو زرهي موټر يې لمنځه وړی دئ.

په ورته وخت کې صهیونیستي رژیم اعلان کړی دی چې د حزب الله ددې برید په ځواب کې یې پر جنوبي لبنان له ۱۰۰څخه زیات راکټونه توغولي دي.

اخوا بیا د ایران د ملې امنیت شورا عمومي منشي،علي شمخاني دا برید د ترسره سوو ننګونو په وړاندي دفاع بللې ده.

د لبنان د حزب الله او د صهیونیستي رژیم تر مینځ کړکیچونو،لبناني چارواکي وارخطا کړي او د امریکا او فرانسې څخه یې غوښتنه کړي چې ددې کړکیچونو د پای ته رسیدو لپاره منځګړیتوب وکړې.




t