پرمیکا سینګ له بندیزونو وروسته سلمان ورسره کنسرټ لغوه کړ

پرمیکا سینګ له بندیزونو وروسته سلمان ورسره کنسرټ لغوه کړ

د هندي سېنما پروتلی او خوږ اواز لرونکی سندرغاړی میکا سینګ د بندیزونو لګولو وروسته د بالیووډ نامتو سېنمايي ستوری سلمان خان خپل د امریکا سفر او کنسرټ ورسره لغوه کړ. پر یاد سندرغاړی د هند د اصلاعاتو وزارت له هغه وروسته بندیزونه ولګول چې په پاکستان کي د پرویز مشرف د خپلوانو په یوه واده کي کنسرټ ورکړ. یاد وزارت سلمان خان ته هم خبرداري ورکړي و، که له هغه سره د امریکا سفر او کنسرټ لغوه نه کړي، نو پر سلمان خان به هم بندیزونه ولګوي.

تیر کال په هندي کشمیر کي پر هندي پوځیانو له برید راوروسته سیاست سېنما ته لاره ومونده او د دواړو هیوادونو کلتوري اړیکي هم وشلیدې. چي په لوموړی اقدام کي هند ټول پاکستاني سندرغاړي او اداکاران له هند څخه وشړل او هم يي خپلو سندرغاړو او اداکارانو ته اخطار ورکړ، چي له هیڅ یو پاکستاني هنرمند سره دي کار نه کوي او په مقابل کي يي پاکستان په خپل هیواد کي پر هندي فلمونو بندیزولګاوه.

همداراز په ورته وخت کي د سلمان خان څو پرله پسي فلمونه جوړول کړل، خو په پاکستان کي نندارې ته وړاندي نه سوه، چي په غبرګون کي سلمان خان د خپل فلم څخه د پاکستاني سندرغاړی عاطف اسلم سندرې لیري کړي او په یوه تازه اقدام کې دا ځل سلمان خان  له میکا سینګ سره خپل هغه کنسرټ لغوه کړ، چي ټاکل سوي وه په امریکا کي یې په شریکه نندارې ته وړاندې کړي، ځکه یاد سندرغاړی په پاکستان کي سندرې ویلې وې.

سلمان خان له میکا سینګ سره خپل د امریکا سفر لغوه ګړ

پاته دي نه وي، چي د کشمیر پر موضوع د هندي او پاکستاني سېنماګانو د وتلو ستورو تر منځ لانجه پر زیاتیدو ده او په ورته وخت کي د بالیووډ باچا مشهور ستوری شاه رخ هم د پاکستان خلاف فلم جوړ کړی، چي مرکزي رول به يي عمران هاشمي ولوبوی.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t