د ايران د بهرنیو چارو وزير مسکو ته تللی

د ايران د بهرنیو چارو وزير مسکو ته تللی

د ايران رسنیو خبر ورکړی،چي د دې هیواد د بهرنیو چارو وزير جواد ظریف نن سې شنبه د دوه اړخيزو همکاریو او سيمه ايزو مسلو پر سر د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی دئ.

هغه هلته د خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي،چي د روسیې حکومت د ایران له اسلامي جمهوریت سره په سختو وختونو کې درېدلی ،چي دا زموږ رښتیني دوستان دي او موږ له خپلو دوستانو سره ځانګړی چلند کوو.

ښاغلي ظریف زیاته کړه، نوموړی به د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او سوریې په شمول په سیمه ییزو مسئلو خبرې وکړي.

مسکو د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ په زغم ټینګار کړی دی.

 




t