عمران خان له هنده ډاریږي وايي جګړه نکوو

عمران خان له هنده ډاریږي وايي جګړه نکوو

د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلې اړیکي او د مشرانو ترمنځ يې د لفظي سختو ویناوو دریځ لاهم ادامه لري خو اوس تازه عمرانخان ښايي له ویري اعتراف کړی وي چې نور له هند سره جګړه نکوي.
پاکستان اعترا کړی چې له هند سره به جګړه پیل نکړي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هیله څرګنده کړې چې وکړی سي له هند سره د کشمیر مسئله د خبرو له لارې حل کړي.
دده په خبره له خپلې لومړۍ کاري ورځې یې له هند سره ښې اړیکې غوښتې دي، خو هند مثبت ځواب نه دی ورکړی.
عمران په ګیله وویل چې دی له لومړۍ ورځې غواړي له دې هېواد سره ښې اړیکي ولري خو هند نه غواړي دی وايي دې ته تیار نه دی چې لومړی له هند سره جګړه پیل کړي ځکه دواړه اټومي قدرتونه دي او ټولې نړۍ ته زیان رسولی سي.
تردې وړاندې عمرانخان یو لړ اخطاریه وینا وي هم کړې وې چې هند غوږ لا نه وو پرې ګرولی




t