په باهاما هيواد کي سخت طوفان راغلی

په باهاما هيواد کي سخت طوفان راغلی

د راپورونو له مخي په باهاما هيواد کي د سختو طوفانونو د راتلو له امله ۵ کسان وژل سوی دئ.

د دې هيواد لومړي وزير پر پېښه خواشنی ښودلې او دا يې یوه غمجنه پېښه یاده کړې ده.

هغه د پيښي د قربانيانو شمېره ونه ويل خو زیاتوي،چي ډېر ژر به حکومت اړیني مرستي قربانیانو ته ورسوي.

ده له ځايي اوسېدونكو غوښتنه کړې، چې په خپلو کورنو کې پاتې شي او ډاډ يې څرګند کړی، چې حکومت يې د ژغورلو هڅې کوي. د دې ترڅنګ د امريکا حکومت په ختيځ سواحلو كې په پرتو څلورو ايالتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

داسې وړاندوينه هم شوې، چې د ياد طوفان څپې به د امريکا په جنوب کې فلوريډا ايالت ته هم ورسېږي.




t