مودي مسکو ته ځي د افغان سولې په هکله هم خبرې کیږي

مودي مسکو ته ځي د افغان سولې په هکله هم خبرې کیږي

د افغان سولې نهم پړاو خبرې هم پای ته ورسیدې او تمه ده چې په راتلوونکي به لسم پړاو خبرې هم پیل سي ترڅو په پاتي موضوعاتو خبرې وسي.
هند په تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې د روانې پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي او دا موضوع به ښايي د مودي سفر مسکو کې هم مطرح سي
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویجې ګوهال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دوی د سولې د هغو خبرو او هڅو ملاتړ کوي ،چې په پایله کې یې افغانستان ته دایمي ثبات راسي او په دغه هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره فرصتونه له منځه لاړ سي.
هغه زیاته کړې چې مودي روانه اونۍ روسیې ته روان دی او د افغانستان د سولې پر مسئله هم ښايي له ویلادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.




t