روحاني: یوځل بیا امریکا سره د خبرو د رد ویلي

روحاني: یوځل بیا امریکا سره د خبرو د رد ویلي

ټرمپ په دې وروستیو کې د ایران په برخه کې خورا منځلاری سوی او روحاني يې یو ښه مذاکراتچي بلل وو.
ایران په څرګند ډول سره ویلي چې نه غواړي امریکا سره دوه اړخیزې خبرې وکړي او د دې هېواد سره به يې د دوه اړخیزو خبرو ځواب «نه» وي.
حسن روحاني نن په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی له امریکا سره خبرو ته نه حاضرېږي او له خپلو حقوقو دفاع ته تیار دي.
دده په وینا تر هغه چې امریکا بندیزونه لرې کړي نه وي او له ایران سره شته اټومي هوکړې ته یې درناوی نه وي کړی د خبرو هر ډول غوښتنه ردوي.
روحاني بیاځلې ویلي چې امریکا له ایران سره اقتصادي ترهګري کوي او دا مهال يې پر دې هېواد غیري قانوني بندیزونه لګولي دي




t