یونان ته د کډوالۍ بهیر زیات سوی

یونان ته د کډوالۍ بهیر زیات سوی

کډوالي او له نا امنه هېوادونو څخه مهاجرت اوس یوه عادي خبره ده دا مهال زرګونه افغانان چې ډيری سره يې کورنۍ هم وي له هېواده بهر پر خطرناکو لارو سفرونه کوي.
تيره پنجشنبه څه د پاسه ۵۰۰ مهاجر د سکالاسيکامينياس ساحل ته رسيدلي دي اوس د يونان د ليسبوس ټاپو د کب نيوونکو د يوه کوچني کلي اوسيدونکي، په ۲۰۱۵ کال کی د مهاجرو د بحران له له تکرار څخه بيريږي .
له څو مياشتو راهيسي د ليسبوس او د يونان نورو ټاپوگانو ته د نوو مهاجر ورتگ زيات سوی دی. په ترکيه کي د اپوزيسيون د فشار له امله حکومت پر هغو مهاجرو خپل فشار زيات کړی دی چي قانوني اسناد نه لري.
ویل کیږي د ترکیې ددې کړنې اصلي هدف افغانان او هلته میشت سوریایان دي چې ترکیې هم په وروستیو اقداماتو کې یو شمير افغانان له خپل هېوده شړلي




t